د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سه چوان ولايت له زلزلې ځپلو وګړيو سره د مرستې په اړه د اطلاعاتو مرکز د مې په اتلسمه نېټه خبر ور کړ چې تر اوسه پوری د سه چوان ولايت د ماليې ادارې له زلزلې ځپلو سيمو او وګړيو سره د مرستې لپاره دوه مليارډ او شپږ سوه او شپږاتيا مليون يوانه ځانګړې پيسې تر لاسه کړی دي. په دغو پيسو کې يو مليارډ او اووه سوه او دری اويا مليون يوانه د مرکزي حکومت لخوا ځانګړې شوي او نهه سوه او ديارلس مليون يوانه د نورو د بېلا بېلو ټولنو لخوا راغونډه شوې بسپنه ده.