د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته، ګڼ شمېر بهرنيو خبري رسنيو په جلا جلا توګه د چين لخوا د ژغورنې اغېزمنو تدبيرونو او پرانيستو معلوماتو ستاينه کړې او باور يې څرګند کړی چې چينايان د خپلو کورونو د بيارغونې او ابادونې توان لري.
د ای پي او ای اف پي اژانسونو په شمول يو شمېر بهرنيو خبري رسنيو د مې په اتلسمه نېټه په زلزلې ځپلې او سختې زيانمنې شوې سيمې ون چوان ولسوالۍ کې د هو جين تاو د څارنې حالاتو په اړه راپورونه خپاره کړل.
د روسيې د ريانوفوستی اژانس د مې په اوولسمه نېټه د چين او ټينګ هوډ تر سرليک لاندی په يوه مقاله کې ويلي چې چين د ناورين په وړاندی ټينګ هوډ او د وګړيو د ژوند سره د مينې په اړه اراده څرګنده کړه.
پر دې سربيره، د امريکا د لوسنجليس ورځپاڼې، د پورتګال د اکسپريسو ورځپاڼې او د استراليايانو ورځپاڼې په شمول يو شمېر بهرنيو خبري رسنيو په جلا جلا توګه د مقالو په خپرولو سره د چين حکومت لخوا د وګړيو ژغورنې ګړنديو، پياوړيو او اغېزمنو کارونو ستاينه کړې ده.