<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-19 17:04:44    
نړيوالې ټولنې، په نورو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو او بهرنيو دوستانو په پر له پسی توګه د چين زلزلې ځپلو سيمو ته بسپنه ور کوي

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته، نړيوالې ټولنې په وروستيو ورځو کې له چين سره خواخوږي ښودلې او چين ته يې مرستې استولې دي. په نورو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو او بهرنيو دوستانو هم په پر له پسی توګه د چين زلزلې ځپلو سيمو ته بسپنه ور کړې ده.

د جنوبی افريقا، ارجنتاين، کانادا، ماليزيا، تاجکستان ، سويدن او مصر په شمول د يو شمېر هېوادونو مشرانو د چين د دولت رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو ته د خواخوږۍ او همدردۍ پيغامونه استولي دي.

د ماليزيا حکومت پرېکړه کړې چې چين ته يو مليون او پنځوس زره امريکايی ډالره بسپنه ور کړي، استراليا چين ته يو مليون استراليايی ډالره او دغه راز ايتاليا، فنلند او هالنډ په جلا جلا توګه چين ته پنځوس زره يورو بسپنه ور کړې ده.

په همدې وخت کې د جاپان، فرانسې، المان او ترکيی په شمول زياتو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو او چينی زده کوونيو په فعاله توګه له زلزلې ځپلو وګړيو سره د مرستې لپاره بسپنه کړې ده.