<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-19 18:50:57    
زلزلې ستاسو ژوند لړزولی شی خو ستاسی هوډ نه شی کمزورولی

cri

ګرانو اوريدونکو! د چين په سه چوان ولايت کې د ريختر په کچه د اته درجې زلزلې له پېښيدو وروسته د پاکستان د بېلابېلو ټولنو دوستانو په جلاجلا توګه د زلزلې ځپلو خلکو په اړه خپله خواخوږي او همدردی څرګنده کړې او هيله يی ښودلې چې ژرترژره له دغه مصيبت څخه ووځي او خپل کورونه بيا اباد کړي.

د روانې مياشتې په ١٨ نيټه د پاکستان يو شمير اوريدونکی د پنجاب ولايت په مظفرګړ ښار کې راغونډ شول او له زلزلې ځپلو خلکو سره يی خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه. دوی د زلزلې ځپلو سيمو د ژغورنې په اړه د چين حکومت د بيړنی غبرګون ستاينه او هغوی ته يی خپل احترام څرګند کړ. يو اوريدونکی سعيد نديم وويل:

دغه زلزله د هغې په پرتله چې په پاکستان کې پېښه شوه، ډېره سخته وه . د چين حکومت په بيړنی توګه سه چوان ولايت ته مرستندويه ډلې او مالونه ليږلي او د يادونې وړ دا ده چې د اړوندو مرستندويه عملياتو څارنه د چين د دولت رئيس هوجين تاو له خوا ترسره کېده. په دغه سخته موده کې د چين حکومت او خلک زړه هڅونکی تاريخ جوړوي. موږ هيله لرو چې په دغه موده کې چينی ملت خپل هوډ له لاسه ورنه کړي بلکې په مېړانه او ټينګې ارادې سره د دغه مصيبت له اغېزو او زيان سره مبارزه وکړي.

يو اوريدونکی چودری احمد وويل چې د چين په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې له پېښيدو وروسته ده ډېر ټکان وخوړ او خواشينی چې دومره خلکو په زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دی ترڅنګ يی د چين حکومت د اغېزمنو مرستندويه عملياتو ستاينه هم وکړه او ويی ويل:

د زلزلې له پېښيدووروسته د چين حکومت سمدلاسه په مصيبت ځپلو سيمو کې

مرستندويه عمليات پيل کړل او په وختی توګه يی د زرګونو خلکو د ژوند په ژغورلو لاس پورې کړ .

د دغې غونډې جوړونکی ښاغلی محمدارشاد د چين نړيوالې راډيو دايمی اوريدونکی دی. کله يی چې د چين په سه چوان کې د زلزلې خبر واورېد نو بيا يی د انترنټ ، تلويزيون او په تېره بيا د چين نړيوالې راډيو د خپرونو له لارې د دغې زلزلې په اړه تازه معلوماتو تر لاسه کولو ته مخه کړه . هغه زموږ خبريال ته وويل چې اوريدلی يی دی چې د چين لومړی وزير ون جياباو د زلزلې له پېښيدو وروسته سمدلاسه مصيبت ځپلو سيمو ته وخوځيد او د ژغورنې کارونو په لارښوونه پيل وکړ . د چين د دولت رئيس هوجين تاو هم له دغو سيمو څخه ليدنه کوي او د لومړی وزير ون جياباو په ګډون له نورو مشرانو سره يو ځای د ژغورنې عملياتو لارښوونه کوي. هغه وويل چې د مصيبت ځپلو سيمو د ژغورنې په بهير کې له خلکو سره د چين د مشرانو مينې پر ده ژور اغېز کړی دی. هغه وويل:

رئيس هوجين تاو په سه چوان ولايت کې مصيبت ځپلو سيمو ته له رسيدو وروسته ځايی خلکو ته وويل چې حکومت به تر وسې پوری له مصيبت ځپلو خلکو سره مرسته وکړي او په ښه ډول به د خلکو ژوند تنظيم کړي. د م م سرمنشی هم د چين حکومت د بيړنيو او اغېزمنو عملياتو ستاينه وکړه او ويی ويل چې اوس زلزله ځپلې سيمې په ډېره سخته موده کې دي. خو زه باور لرم چې چينی ملت به خپل هوډ له لاسه ورنه کړي.

له پنجاب ولايت څخه يو اوريدونکی شيخ محمد يونس د مصبت په وړاندی د چينی ملت د مېړانې او هوډ لوړه ستاينه وکړه او ويی ويل:

بشر په خپله مېړانه مصيبت ماتولی شی چې په تاريخ کې ډېر ليدل شوي دي. چينی ملت اوس له يوې غمجنې او دردناکې مودې تېرېږي خو بيا هم تر وسې پوری په مېړانه او زړورتيا د دغه مصيبت له اغېز او زيانونو سره مبارزه کوي. چينی ملت تل په مېړانه او ټينګتيا شهرت لری او له زلزلې ځپلو خلکو سره د ټولو چينايانو له مرستو او ملاتړ څخه دغه ستره روحيه يو ځل بيا ليدل کيږی.

ښاغلی يونس د ټولو هغو اوريدونکو ګډه هيله چې د چين زلزلې ناورين ځپلو سيمو ته پاملرنه کوي، څرګنده کړه :

موږ هيله لرو چې د چين نړيوالې راډيو له لارې چينی خلکو ته ووايو: په دغه جګړه کې تاسو يوازی پاتی نه ياست او موږ پاکستانيان تل له تاسو سره ولاړ يوو.