د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د سوداګريزو چارو وزير چن ده مينګ په وروستيو ورځو کې په سه چوان ولايت کې وويل اوس د چين په بازارونو کې د موادو د عرضې ضمانت کېږي او بېلا بېلو ارګانونو په سه چوان ولايت کې د زيان پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې لپاره کارونه تر سره کړی، نو له دی امله د ناورين ځپلو سيمو په بازار کې د موادو برابرول تامينيدی شي.
چن ده مينګ دغه خبره په وروستيو کې د چين د سه چوان ولايت د چنګ دو او ميان يانګ په ګډون د بېلا بېلو مصيبت ځپلو سيمو له بازارونو څخه تر څارنې وروسته وکړه. هغه وويل چيني تصدۍ به د خوراکونو دبرابرولو پر بنسټ په پر له پسی توګه د وريجو په ګډون د ژوند بېلا بېلو توکي او د رغولو اړوند مالونه برابر کړي .