د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين د ماليې وزارت د خبر له مخې، د می د ١٩ نېټې له غرمې وروسته تر ٣ بجو پوری د چين د بېلا بېلو کچو مالي څانګو د زلزلی زيان پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې لپاره د ٧ مليارډ او ٧٩٤ مليونه يوانو پانګی لګولی دی.
د می د ١٩ نېټې تر ١٢ بجو پوری د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د ريکتر د ٨ درجې زلزلې له امله د سه چوان ، ګان سو، شان شي، چونګ چينګ ، يون نان، هو بی، هه نان او هو نان په ګډون د بېلا بېلو ځايونو ٣٤ زره او ٧٣ تنه ووژل او څه دپاسه ٢٤٠ زره تنه نور ټپيان شوی دي.
د چين د ملکی چارو وزارت له راپور سره سم ، د می د ١٩ نېټې له غرمې وروسته تر ١ بجو پوری بېلا بېلو ټولنو د څه د پاسه ١٠ مليارډ او ٨ سوه مليونه يوانو په ارزښت توکي يا بسپنه راغونډې کړی دي.