د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د روانې مياشتې د ١٩ نيټې له غرمې وروسته په دوو بجو او ٢٨ دقيقو هوجين تاو، جيانګ ځه مين ، ووبانګ ګوو، ون جياباو ، جيا چينګ لين ، لي چانګ چون ، شي جين پينګ ، لي که چيانګ ، هه ګوو جيانګ او جو يونګ کانګ د هيواد د بېلابېلو قومونو له خلکو سره د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالی د سختې زلزلې له امله پر مړو شويو کسانو د خواشينی څرګندولو لپاره چوپتيا اختيار کړه.
د همدې ورځې په سهار د چين د پلازمينې بيجينګ په تيان ان من ډګر کې د ملی بيرغ د پورته کولو له مراسمو وروسته دغه بيرغ نيم ځوړند شو او ور څخه د دغې زلزلې له امله پر مړو شويو کسانو د هيواد د بېلابېلو قومونو د خلکو خواشينی څرګنده شوې ده.
په همدې ورځ په چين کې د څه دپاسه اتيا هيوادونو سفيرانو او دېپلوماتانو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو استازيو هم په وار سره د چين د بهرنيو چارو په وزارت کې په دغه زلزله کې پر مړو شويو کسانو خپله خواشينی څرګنده کړې ده.
په همدې ورځ د هانګ کانګ او مکاو د ځانګړو اداري سيمو په حکومتی سازمانونو او ښوونځيو کې په دغه زلزله کې پر مړو شويو کسانو د خواشينی څرګندولو لپاره بيرغونه نيم ځوړندشو.