د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د روانې مياشتې د ١٩ نيټې له غرمې وروسته په دوو بجو او ٢٨ دقيقو د چين د بهرنيو چارو وزارت د سه چوان ولايت د سختې زلزلې له امله د مړو شويو کسانو د يادونې په موخه په درنه توګه د خواشينی څرګندولو فعاليت ترسره کړ.
د بهرنيو چارو وزارت د ودانۍ په مخکښنی ډګر کې په بيجينګ کې د دغه وزارت ټولو مشرانو او د هغه وزارت کارکوونکو څه دپاسه دری سوو استازيو په درنه توګه د جنوب لويديځ په لور د دريو دقيقو چوپتيا اختيارکړه. په همدغه وخت کې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې که هغه ورځ وه يا شپه د چين د سفارتونو او کنسولګريو کارکوونکو د وطن پر لور چوپتيا اختيار کړې وه.