د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په قزاقستان کې د چين سفارت د می په نولسمه نېټه په جلا جلا توګه په أستانه او الاماتا کې د سی چوان ولايت په زلزلې کې د مړو شويو کسانو د خواشينې څرګندولو په موخه فعاليتونه تر سره کړل.
په قزاقستان کې د چين سفارت په همدې ورځ د ملی بيرغ په نيم ځوړندولو سره مړو شويو کسانو ته درناوی څرګند. د بيجينګ په وخت له غرمې وروسته د دوو بجو او اته ويشتو دقيقو په قزاقستان کې د چين سفارت او په الاماتا کې د چين دفتر ټولو ديپلوماتانو د سی چوان ولايت په زلزلې کې د مړو شويو کسانو لپاره د ری دقيقی سکوت وکړ. لوی سفير جانګ شي يون وويل د سفارت د ټولو کارکوونکيو زړونه په دغه شيبه کې د وطن له خلکو سره يو ځای و.