د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسی بيورو د دايمی کميټې غړي، صدراعظم وين جيا باو د دولتی شورا له خوا د زلزلې ځپلو وګړيو د ژغورنې کارونو د لارښوونې دفتر د لسمې غونډې مشري وکړه او په کې يې تر کنډوالو لاندی د پاتی شويو کسانو د ژغورنې، د ټپيانو د درملنې، د مړو خاورو ته سپارلو او په ناورين ځپلو سيمو کې د ساری ناروغيو د مخنيوي په اړه د کارونو راپورونه واوريدل.
په غونډه کې دغې چارې وټاکل شوې: لومړی، د ژغورنې ساحې پراخې شي او سرتيري بايد د ټولو ستونزو په ليری کولو سره په څلورويشتو ساعتونو کې ټولو کليو ته ننوزي، دويم، بايد د ساری ناروغيو د مخنيوي او د ټپيانو د درملنې کارونه په ښه توګه تر سره شي او په ټلو ناورين ځپلو سيمو کې بايد د ساري ناروغيو د وقايي او د ټپيانو د درملنې کارونه تامين شي، درېيم، په مساعد ډول د مړو خاورو ته سپارلو کارونه تر سره شي او په جدی توګه د ملی چارو وزارت، د عام امنيت وزارت او د روغتيا وزارت له خوا په زلزلې کې د مړو شويو کسانو د خښولو وړانديزونه پلی شي.