د سين هوا اژانس د مې په نولسمه نېټه د چين د سره صليب ټولنې په وينا خبر ور کړ له دې وروسته چې دغې کمېټې د مې په پنځلسمه نېټه د سره صليب او سرې مياشتې نړيوالې ټولنې له لارې د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې د زيان پراخېدو د مخنيوی په اړه له چين سره د مرستې کولو په هکله يوه بېړنۍ نړيواله غوښتنه وکړه، د ډېرو هېوادونو بسپنه يې تر لاسه کړی ده.
تر اوسه د امريکا، اروپايی ټولنې، المان، جاپان او استراليا په شمول يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوالې ټولنې له لارې زلزلې ځپلو سيمو ته بسپنه ور کړې ده.