د سين هوا اژانس د خبر له مخې، اوس د سه چوان ولايت د اوو لونګ په نامه ايکولوژيکی چاپېريال ساتنې سيمه کې دری پنډاګانې د زلزلې له امله ورکې شوې خو شپېته نورې پنډاګانې په امنيت او ډاډمن حالت کې دي.
په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته د چين د ځنګلونو ادارې سمدلاسه د ځنګلونو ژغورنې کارونو د لارښوونې لپاره يوه مسلکي ډله زلزلې ځپلې سيمې ته وليږله. دوی به د پنډا د ژغورنې کارونه او چارې ترتيب کړي او د ايکولوژيکی چاپېريال ساتنې په دغه سيمه کې به تجهيزات په بشپړه توګه وڅاري او ترميم کړي.