د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين بېلا بېلو ټولنې په وروستيو ورځو کې په پرله پسی توګه زلزلې ځپلو سيمو ته د مرستندويه پيسو او مالونو بسپنه ورکړې ده.
د لس مليون يوانو په ارزښت مرستندويه مالونه چې د چين د کارګرانو عمومی ټولنې له خوا راغونډ شوی، د مې په ١٩ نېټه سهار د اوسپنيزو لارو او سړکونو له لارې زلزلې ځپلو سيمو ته ولېږدول شول. د همدی ورځې د ماښام تر څلورو بجو پوری د چين د بېلا بېلو کچو کارګرانو ټولنو او وګړيو زلزلې ځپلو سيمو ته د ٢١٤ مليون يوانو بسپنه ورکړې ده.