د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،نړيوالې ټولنې د روانې مياشتې په ١٩ نيټه په بېلابېل ډولونو له چينايانو سره يو ځای د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د سختې زلزلې له امله پر مړو شويو کسانو خواشينی څرګنده کړه.
د م م سرمنشی بان کی مون د روانې مياشتې په ١٩ نيټه د دغه سازمان کې د چين پلاوی په دفتر کې د ون چوان په زلزله کې پر مړو شويو کسانو خپله خواشينی څرګنده کړه.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومی مدير پاسکال لامی په همدې ورځ په ژنيو کې په دغه زلزله کې پر مړو شويو کسانو خواشينی څرګندولو لپاره د چين پلاوی دفتر ته ورغی.
د روانې مياشتې په ١٩ نيټه په ژنيو کې د روغتيا د ٦١ دورې نړيوالې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د روغتيا نړيوال سازمان د ١٩٣ غړيو هيوادونو استازيو په ګډه د چين په زلزله او د ميانمار په سخت توپان کې د مړو شويو کسانو د احترام لپاره يوه دقيقه چوپ ودرېدل .