د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين بېلا بېلو ټولنې په وروستيو ورځو کې په پرله پسی توګه زلزلې ځپلو سيمو ته د مرستندويه پيسو او مالونو بسپنه ورکړې ده.
د لس مليون يوانو په ارزښت مرستندويه مالونه چې د چين د کارګرانو عمومی ټولنې له خوا راغونډ شوی، د مې په ١٩ نېټه سهار د اوسپنيزو لارو او سړکونو له لارې زلزلې ځپلو سيمو ته ولېږدول شول. د همدی ورځې د ماښام تر څلورو بجو پوری د چين کارګرانو د بېلا بېلو کچو ټولنو او وګړيو زلزلې ځپلو سيمو ته د ٢١٤ مليون يوانو بسپنه ورکړې ده.
د همدی ورځې د ماښام تر پنځو بجو پوری د چين د أبادۍ بانک زلزلې ځپلو سيمو ته د ٧٠ مليون او ٢٦٠ زره يوانو بسپنه ورکړې ده.
د مې تر ١٩ نېټې پوری د مکاو څانګړې ادارې سيمې د حکومت او بېلا بېلو ټولنو له خوا راغونډه شوې بسپنه ١٢٠ مليون مکاوئي يوانو ته رسېدلې ده.
د چين په جنوب ختيځ فو جيان ولايت کې تايواني تصديو او وګړيو هم زلزلې ځپلو سيمو ته د ٤٠ مليون يوانو بسپنه ورکړې ده.