د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې نولمسې نېټې له غرمۍ وروسته په دوو بجو اته ويشتو دقيقو د تبت خپلواکې سيمې په مرکز لا سا ښار کې په زر ګونو وګړيو د بودالاګونګ ماڼۍ په ډګر کې په فضا کې د خطر زنګ، موټرونو او اورګاډي هارونو غږونو په پورته کولو سره په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله پر وژل شويو کسانو ماتم وکړ.
د چوپتيا ماتم له مراسمو وروسته ډېر وګړي په ډګر کې پاتې شول او نه يې غوښتل چې ولاړ شي.
په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته، د تبت د بېلا بېلو قومونو وګړي په فعاله توګه له زلزلې ځپلو وګړيو سره د مرستې لپاره بسپنه ورکوی. د مې تر اتلسمې نېټې پوری د تبت خپلواکې سيمې د ملکي چارو ادارې شل مليون يوانه بسپنه راغونډه کړی ده.