د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، يو شمېر بهرنيو سياستوالو د مې په ١٩ نېټه د د چين د سه چوان ولايت په زلزله کې له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د دغې زلزلې له امله په ناورين ځپلو سيمو کې يې د ژغورنې په اړه د چين د کوششونو ستاينه وکړه.
د م م سرمنشی بان کيمون د مې په ١٩ نېټه په م م کې د چين د دايمی استازي دفتر ته لاړ او په زلزله کې يې له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. هغه د ننګونې پر مخ د چين د قوت او زړور توب لوړه ستاينه وکړه او باور يې څرګند کړ چې چينايان به هرومرو د حکومت په مشرۍ له اوسنې ستونزې څخه ووځي.
د کويت مشر جابر الأحمد الصباح د مې په ١٩ نېټه د چين له لوی سفير وو جيو هونګ سره د کتنې په ترڅ کې د انسانانو د بنسټيز ژوند لپاره د چين بيړني او فعال عمل ته خپل درناوی څرګند کړ.