د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې نولسمې نېټې له سهار راهيسی، د چين په ګوټ ګوټ کې د بېلا بېلو قومونو وګړيو په رنګارنګ لارو چارو په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله پر وژل شويو کسانو ماتم وکړ.
په زر ګونو وګړيو د همدې ورځې په سهار د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې د ملي بيرغ پورته کولو مراسم وليدل او په سه چوان ولايت کې يې د زلزلې له امله پر وژل شويو کسانو ماتم وکړ.
د سه چوان ولايت په چينګ چوان ولسوالۍ کې چې د زلزلې امله پکې سخت ځاني او مالي زيانونه رامنځته شوي، د ژغورنې يو شمېر کارکوونکيو او وګړيو په چينګ چوان منځني ښوونځي کې د زلزلې له امله وژل شويو کسانو ته خواشني څرګنده کړه.
د مې نولمسې نېټې له غرمۍ وروسته په دوو بجو او اته ويشتو دقيقو د تبت خپلواکې سيمې په مرکز لا سا ښار کې هم په زر ګونو وګړيو د بودالاګونګ ماڼۍ په ډګر کې په فضا کې د خطر زنګ، موټرونو او اورګاډي هارونونو غږونو په پورته کولو سره په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله پر وژل شويو کسانو ماتم وکړ.