د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خوړو او درملونو څارنې ملي اداره د مې په نولسمه نېټه د پنځو بيړنيو او نويو تدبيرونو په نيولو سره اوس په زلزله ځپلو سيمو کې د درملونو او طبي سامان الاتو برابرولو چارې تضمينوي.
دغه تدبيرونه دا دي: اړوندې کاري ډلې به ژر تر ژره زلزلې ځپلو سيمو ته ننوځي او د درملونو او طبي سامان الاتو برابرولو په اړه معلومات تر لاسه کړي او اړوندې مسئلې حل کړي، د درملونو د پلټنې او ازموينې ځانګړی تخنيکي ډلې ژر تر ژره جوړې شي او د ځينو درملونو د کمښت په اړه وړاندوينه وشي او اړوندې تياريانې تر سره شي.