د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ژغورنې پوځي ډلې اوس د سه چوان ولايت څلويښتو زلزلې ځپلو علاقه داريو څلور سوه او پنځه کليو ته ننوتلي دي.
د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر هو جين تاو دغه خبره تکرار کړه چې د ژغورنې ډلې بايد ژر تر ژره ټولو کليو ته ننووځي او تر وسې پورې د پاتي شويو وګړيو په موندلو او وژغورنه کې کوښښ وکړي.
د چين سرتېري په پلی تګ، موټرونو او الوتکو له لارې زلزلې ځپلو کليو ته ننوتلي، سمدلاسه يې کليوالو وګړيو ته درملونه، خواړه او د څښاک اوبه ورکړې او د موندلو او ژغورلو عمليات يې پيل کړي دي.