د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين په جنوب ختيځ فو جيان ولايت کې د مې تر نولسمې نېټې پورې تايواني تصديو او تايوانيانو د سه چوان ولايت زلزلې ځپلو سيمو ته څلويښت مليون يوانه بسپنه ورکړې ده.
د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې له سختې زلزلې وروسته د فو جيان ولايت په بېلا بېلو ځايونو کې د تايواني سوداګرانو ټولنو سمدلاسه اړوندو تصديو او کارکوونکيو ته د بسپنې ورکولو وړانديز وکړ.