د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ميانمار حکومت د مې په نولسمه نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد به د روانې مياشتې له شلمې نېټې څخه په راتلونکيو دريو ورځو کې د تودې سيمې توپان له امله پر مړو شويو کسانو ماتم وکړي او په دې ترڅ کې به پر مړو شويو کسانو د وير او ماتم لپاره ملي بيرغ نيم ځوړند شي.
د جنوب ختيځې اسيا ټولنې د غړيو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو په همدې ورځ په سينګاپور کې يوه ځانګړې غونډه تر سره کړه او په کې يې موافقه وکړه چې د دغې ټولنې په مشرۍ د ميانمار له ناورين ځپلو سيمو سره د مرستې د همغږۍ يو ميکانيزم جوړ کړي او د دغې ټولنې سرمنشي په مشرۍ يوه ډله د ياد شوي ميکانيزم د تر سره کولو دنده پر غاړه واخلي. له دغې غونډې وروسته په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې له ميانمار سره نړيوالې مرستې بايد سياسي نه شي. دغه راز ميانمار موافقه کړې چې نړيوالې مرستې او د جنوب ختيځې اسيا ټولنې د ټولو غړيو هېوادونو طبي ډلې ومني.