د سيهوا اژانس د خبر له مخې:برازيل او ٦ نورو امريکايې هېوادونود روانې مياشتې په ٢٠ نېټه د چين د بهرنيو چارو وزارت ته د مرستندويه توکو فهرستونه واستول او د سه چوان ولايت په ون چوان کی يی د زلزلې له امله د مړو شويو کسانو په اړه خواشيني او له زلزلې سره د چينايانو د مبارزې ملاتړ څرګند کړ.
په چين کی د برازيل سفير لويز نيويس د همدې ورځې په نهو بجو او پنځوس دقيقو د چين د بهرنيو چارو وزير مرستيال لی جين جينګ ته ٢ لکه ډالره ورکړل ،لی جين جينګ د برازيل خلکو له مرستې څخه مننه څرګنده کړه.
د خبر له مخې:په چين کی د باهاما،ګويان،سورينام،ګرينادا،جاميکا او نورو هېوادونو استازيو هم په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو وزارت ته د مرستندويه توکو فهرستونه استولي دي.