د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د چاپېريال ساتنې وزير جو شنګ شن د روانې مياشتې په شلمه نېټه د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې څرګنده کړه له دی امله چې اړوند ترتيبات يې پر وخت تر سره کړي دي ، د دغه ولايت دننه ملکي ذروي تاٌسيسات او د راډيواکتيف وړانګو ټولې سرچينې تر کنترول لاندی دي
وزير جو شنګ شن په زلزله ځپلو سيمو کې د خپل وزارت د يوې کاري ډلې په مقر کې خبريالانو ته وويل چې له هغو ٣٢ راډيواکتيف سرچينو څخه چې په کنډوالو بدلې شوې ٣٠ يې موندل شوې چې د زلزلې دمخه تر ځمکې لاندی درول شوي وې ، د نورو دوو سرچينو مشخص ځايونه موندل شوي او په شاوخوا کې يې د امنيت ساتنې لپاره ځانګړې نښې درول شوي دي .اړوند کار پوهان اوس تر خپلې وسې پوری د دغو سرچينو د ايستلو لپاره کوشش کوي .