<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-20 16:55:21    
د ايران د سرې مياشتې ټولنې له خوا چين ته د بسپنې لومړی ډله مرستندويه مالونه وسپارل شول

cri

د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د روانې مياشتې د ١٩ نيټې په شپه د ايران د سرې مياشتې ټولنې له خوا د چين زلزې ځپلو سيمو ته د بسپنې لومړی ډله ٥٠٠ کيږدۍ چين ته وسپارل شوې. له دی څخه د چين له حکومت او د مصيبت ځپلو سيمو له خلکو سره د ايران حکومت او خلکو مينه او پاملرنه او د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ ژوره دوستی څرګنده شوې ده.

د چين نړيوالې راډيو خبريالانو په تهران کې د خومينی په نړيوال هوايی ډګر کې د دغه هيواد د سرې مياشتې ټولنې د نړيوالو چارو له چارواکی سعيد هادي سامايی سره وکتل چې د يادو شويو مالونو د ليږدونې دنده پرغاړه لری. هغه وويل:

د چين د سره صليب ټولنې او په ايران کې د چين سفارت په مرسته به نن شپه د ايران د سرې مياشتې ټولنې له خوا برابر شوی ٥٠٠ کېږدۍ چين ته ورسيږی. د الوتکو د وړونکی توان له امله به نورمرستندويه مالونه د بېلګې په توګه درملونه او د لوندوالی د مخنيوی غالۍ وروسته وليږدول شی.

له دې مخکی د ايران د سرې مياشتې ټولنې د دغه هيواد د بهرنيوچارو وزارت له لارې په تهران کې د چين سفارت ته د مرستندويه مالونو يو ليست وړاندی کړی چې په کې کيږدۍ، ١٢٠ ډوله درملونه او د لوندوالی د مخنيوی غالۍ شاملې دي او عمومی وزن يی ٦٢ اعشاريه ٤ ټنو ته رسيږی.

د روانې مياشتې په ١٩ نيټه دشپې مهال په ايران کې د چين سفير شيې شياو يان ياد شوی هوايی ډګر ته ورسيد او د مرستندويه مالونو د ليږدونې حالت يی له نژدې وکوت. سفير شيې په

هوايی ډګر کې د ايران لخوا د مرستو څخه مننه څرګنده کړه او ويی ويل چې له دی څخه د چين له حکومت او مصيبت ځپلو سيمو له خلکو سره د ايران حکومت او خلکو مينه او پاملرنه او د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ ژوره دوستی څرګنديږی . ورپسی سفير شيې دغې ټولنې ته د سه چوان ولايت د زلزلې ځپلو حالاتو په اړه معلومات ورکړل .

هغه وويل:

سه چوان په چين کې يو لوی ولايت دی چې ډېر نفوس لری. نو د دغې زلزلې له امله د ځپلو شويو وګړو شمير ډېر دی. له دې امله چې د دغې زلزلې درجه لوړه وه نو په ډېرو ځايونو کې ټول کورونه او دوانۍ بيخی ويجاړې شوی دی. نو اوس کيږديو ته اړتيا ډېره زياته ده. په همدی مهال کې د ايران د سرې مياشتې ټولنه چين ته کيږدۍ برابروی چې د اړتياوو د پوره کولو ډېره ګرانه مرسته ګڼل کيږی. چين د نړيوالې ټولنې د بيلابيلو ډولونو د مرستو هرکلی کوي .

د ايران د نړيوالو مرستو سازمان مشر منسول اګاناسيری د سفير شيې د خبرو له اوريدلو وروسته ژمنه وکړه چې د مرستندويه کيږديو شمير له ٧٠٠ څخه دری زره ته زيات کړی او د مرستندويه مالونو عمومی وزن له ٦٠ ټنو څخه ١٥٠ ټنو ته زيات کړي.

هغه وويل:

په مخکنی وخت کې موږ ٧٠٠ کيږدۍ چمتو کړې وې. اوس موږ پوه شوو چې دچين زلزلې ځپلې سيمې کيږديو ته ډېره اړتيا لری نو موږ به دغه شمير دری زره ته زيات کړو او د دې ترڅنګ مو نور شل ټنه درملونه هم چمتو کړی دی. هيله لرو چې د چين خلک د مصيبت له سيورې څخه ووځی او په نېکمرغۍ سره ژوند وکړي.

دغه مرستندويه مالونه به د چين د جنوب هوايی شرکت له خوا په وړيا توګه وليږدول شی. په تهران کې د دغه شرکت دفتر مشر وانګ ګه فان خبريالانو ته وويل:

پرون د چين سفارت خبر راکړ چې د ايران د سرې مياشتې ټولنه به ٦٢ اعشاريه څلور ټنه مرستندويه مالونه برابر کړي. موږ سمدلاسه په چين کې له اړوندې څانګې سره تماس ونيو چې د ليږدونې او اړوند لګښت د کمولو يا لغوه کولو په اړه خبرې وکړو. د دغو مالونو د ليږدونې لګښت نژدی يو مليون يوانو ته ورسيږی چې لغوه به يی کړي. د ملکی چارو له وزارت او د سه چوان ولايت له اړوندو څانګو سره له همغږۍ وروسته به دغه ټول مالونه په مستقيمه توګه سه چوان ولايت ته وليږدول شی.

نوموړي وويل چې د دغه شرکت کارکوونکي په دی ورځو کې د ايران د سرې مياشتې ټولنې، هوايی ډګر او د بهرنيو چارو وزارت تر مينځ تګ راتګ کوي او هيله يی يوازی دا ده چې دغه مرستندويه مالونه ژرترژره مصيبت ځپلو سيمو ته وليږدول شی.

هغه وويل:

موږ په بهر کې اړوند خبرونه کتلی او ډېر خوابدی يو چې د سه چوان ولايت وګړي له دغه پراخ ناورين سره مخامخ شوي دي. که موږ له هيواد نه په دغه ليری ځای کې د مصيبت ځپلو خلکو لپاره ځينی کارونه ترسره کړی شو نو موږ به ډېر خوشحاله شو.