د مې په ١٩ نېټه له غرمې وروسته په دوه بجو اته ويشتو دقيقو د هو جين تاو، جيانګ ځه مين، وو بانګ ګوه، ون جيا باو، جيا چينګ لين، لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګوه چينګ او ځو يونګ کانګ په ګډون د چين مشرانو او وګړيو د سه چوان ولايت په زلزله کې د قربانيانو د درناوي په موخه د ماتم په مراسمو کې ګډون وکړ.
د همدې ورځې په سهار د چين پلازمېنې بېجينګ په تيان أن من ډګر کې د ملی بيرغ پوره ته کولو له مراسمو وروسته دغه بيرغ نيم ځوړند شو چې د دغې زلزلې له امله دمړو شويو کسانو په اړه د هيواد د بېلابېلو قومونو خلکو د غم او خواشينۍ څرګندونه يې کوله.
په همدې ورځ د هانګ کانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو په حکومتی سازمانونو او ښوونځيو کې په دغه زلزله کې پر مړو شويو کسانو د خواشينی څرګندولو لپاره بيرغونه هم نيم ځوړندشول. د روسيې، کوريا جمهوريت، جاپان او سينګاپور د ژغورنې ډلو چې اوس په زلزله ځپلو سيمو کې د خپلو دندو پر تر سره کولو بوختې دي، هم د همدی ورځې په همدی وخت د قربانيانو د درناوي په موخه چوپ پاتې شول.
د همدې ورځې په همدی وخت د سه چوان ولايت په چينګ چوان ولسوالۍ کې د ژغورنې کارکوونکيو او وګړيو د چينګ چوان په ښوونځی کې د چوپ پاتې کېدومراسم تر سره کړل.
په لاسا ښار کې زرګونو وګړيو په پوتالا ډګر کې د چوپ پاتې کېدو په مراسمو کې ګډون وکړاو د قربانيانوپه اړه يې خپله خواشيني څرګنده کړه.