د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال شي جين پينګ د مې نولسمې نېټې له غرمې وروسته له زلزلې ځپلو وګړيو سره د خواخوږۍ ښودلو او د ژغورنې کارونو او چارو د لارښوونې لپاره د شان شي ولايت زلزلې ځپلې سيمې ته ورسېد.
د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د سختې زلزلې له امله په شان شي ولايت کې هم ډېر ځاني او مالي زيانونه رامنځته شوي دي. د مې اتلسمې نېټې د شپې تر نهو بجو پوری په شان شي ولايت کې وژل شويو کسانو شمېر ١١٣ تنو ته رسېدلی او ډېر سړکونه ويجاړ شوي دي.