د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په نورو هېوادونو کې د چين سفارتونو، تصديو، ارګانونو او اوسېدونکو چينايانو د مې په نولسمه نېټه په جلا جلا توګه د سه چوان ولايت په زلزله کې پر وژل شويو کسانو ماتم وکړ.
د مې نولسمې نېټې له سهار څخه په بېلا بېلو هېوادونو کې د چين سفارتونو، کونسلګريو، په نړيوالو سازمانونو کې د چينی استازيو دفترونو او چينی تصديو د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو د يادونې او درناوي لپاره ملي بيرغ نيم ځوړند کړ.
د ديموکراتيکې کوريا، پاکستان، افغانستان، عراق، قطر، سينګاپور او تايلند په شمول يو شمېر هېوادونو کې د چين سفارتونو د زلزلې له امله وژل شويو کسانو ته د خواشيني څرګندولو لپاره د چوپتيا ماتم په شمول يو لړ فعاليتونو تر سره کړل.
پر دې سربيره، د روسيې، امريکا، هالند، ارجنتاين، فرانسې، برازيل، المان او مصر په شمول يو شمېر هېوادونو کې د چين سفارتونو او کونسلګريو هم د زلزلې له امله پر وژل شويو کسانو ماتم وکړ.