د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين حکومت تر خپلې وسې پورې د چين د سه چوان ولايت زلزلې ځپلو سيمو ته د مالونو د برابرولو او د وګړيو د ژوند د تامين لپاره کوښښ کوي. د چين د دولتی شورا د مطبوعاتی دفتر په يوه خبري ناسته کې خبر ورکول شوی چې د مۍ د شلمې نېټې د غرمې تر دوولسو بجو پورې د سه چوان ولايت د ون چوان، لي شيان او ماو شيان په ګډون اتو ولسواليو کې مخابراتي چاری تامين شوي، په ناورين ځپلو سيمو کې د خوراکونو بيې د زلزلې له پېښيدو مخکې له بيو سره برابرې دې او د سه چوان، چونګ چينګ، ګان سو او شيان شي په ولايتونو او ښارونو کې د بريښنا عمومي شبکې په عادی ډول په کار لويدلي دی.
د مۍ د شلمې نېټې له غرمې وروسته تر دوو بجو د چين بېلا بېلو کچو حکومتونو د ناورينونو زيان پراخوالی د مخنيوي او ژغورنی لپاره يوولس مليارډو او اوه سوه او اوه ويشت مليونه يوانه پيسی لګولی دی. د همدې ورځ له غرمې وروسته تر يوې بجې د ټولنې د بېلا بېلو ساحو د بسپنو او مرستندويه مالونو ارزښت ديارلس مليارډو او نهه سوه مليونه يوانو ته رسيدلی چې ورڅخه دوولس مليارډو او پنځه سوه مليونه يوانه دی.
د مۍ د شلمې نېټې له غرمې وروسته تر شپږو بجو پورې د سختو زلزلو له امله څلويښت زره او پنځه اويا تنه وژل او څه باندی دوه سوه او څلويښت زره تنه نور ټپيان شوي دي.