د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند چين ګانګ د مۍ په شلمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه نړيوالې ټولنې د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته له ناورين ځپلو سيمو سره د مالی او روحيې ډيره مرسته کړې ده، نو له دې امله د چين حکومت او خلک ورڅخه ډيره مننه څرګندوی.
اوس د يو سل او شپږ شپيتو هېوادونو او ديرشو نړيوالو سازمانونو چين ته خپلې خواخوږي او همدردي څرګندې کړې او په سلګونو هېوادونو کې د چين په سفارتونو، قونسلګريو او سازمانونو کې ملی بيرغ نيم ځوړند کړی. جاپان، روسيې ، د کوريا جمهوريت او سينګاپور د زلزلې ځپلو سيمو ته ځانګړی مرستندويه ډلې ليږلی دی او چين اجازه ورکړې ده چې د المان، ايتاليا، روسيې او جاپان طبی ډلې ناورين ځپلو سيمو ته ننوځي.