د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د روغتيا وزارت خبر ورکړ چې د مۍ د نولسمې نېټې د شپې تر نهو بجو پورې د سه چوان ولايت په ناورين ځپلو سيمو کې کومې سختې ساری ناروغۍ نه دي رامنځته شوی.
د معلوماتو له مخې اړوندی خواوی به د زلزلې په سختو ناورين ځپلو سيمو کې د ګوځنده ټليفون له لارې په مستقيمی توګه د ساری ناروغيو او د بيړنيو عامو روغتيايې پېښو په اړه معلومات وړاندی کړي. دغه کار به په راتلونکو لسو ورځو کې ګام په ګام په لس مليون تنو وګړيو کې ناروغۍ وڅاري. د روغتيا وزارت به سمدلاسه څلور سوه ګرځنده ټليفونونه چينګ دو ته وليږي او په سه چوان ولايت کې به اړوندی روزنې تر سره شي.