د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د صدراعظم مرستيال هوی ليانګ يو د سه چوان ولايت له ناورين ځپلو سيمو څخه د کتنې په وخت کې دې ته اشاره وکړه چې د خلکو د سر امنيت تامينول د ناورينونو د مخنيوي او ژغورنې کارونو ډيرې مهمې دندې ګڼل کېږي. اړوندی خواوی بايد له زلزلې وروسته د نورو ناورينونو د پراخېدو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.
د زلزلې له پېښېدو وروسته د سه چوان ولايت د اوبو په کاسو کې ګواښونه او په غرنيو سيمو کې د خاورو او ډبرو د ښويدنې خطر رامنځته کېږي او د يو شمير خطرناکو کيمياوی توکيو زيرمې او د نفتو د نل ليکې زيانمن شوي دي.