د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ګان سو ولايت د روغتيا ادارې مرستيالې ګوه يو فېن د مې په ١٩ نېټه په لان جو ښار کې وويل تر اوسه پورې د چين د ګان سو ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې ساري ناروغۍ او د روغتيا ناڅاپه پېښې نه دي رامنځته شوې.
د ١٨ نېټې ماښام تر شپږو بجو پورې د دغه ولايت د روغتيا د بېلا بېلو کچو ارګانونو ځپل شويو سيمو ته د روغتيا ١٦٣ بېړنۍ ډلې او ٨٥٦ تنه لېږلي او ٦٣٥٢ ټپيان يې روغتونو ته لېږدولي. دغو ارګانونو په ناورين ځپلو سيمو کې د مکروبو او چينجيو وژلو په شمول د ساري ناروغيو مخنيوي لپاره يو لړ عملونه هم تر سره کړي دي.