د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند د ديسپلين څارنې کمېټې، د نظارت وزارت، د ملکی چارو وزارت، د ماليې وزارت او د حسابونو تصفيه کولو ادارې د مې په شلمه نېټه په ګډه د بېلا بېلو کچو له اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې د مرستندويه پيسو او مالونو د څارنې چارې پياوړې کړي چې دغه ټول توکی په ريښتينی توګه د زلزله ځپلو سيمو او کسانو لپاره وکارول شي.
اړونډې څانګې بايد د دغو پيسو او توکيو د ادارې سيستم بشپړ کړي چې د دغو توکيو د راغونډونې او کارونې بهير قانونيت او معقوليت تامين کړي.