د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د مې په ٢٠ نېټه د چين د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په زلزله کې د قربانيانو د درناوي په موخه د ماته مراسم تر سره کړل.
د م م امنيت شورا په همدی ورځ د لوړې کچې د بحث يوه غونډه تر سره کړه. د دغې غونډې کوربه يعنی د امنيت شورا نوبتی مشر او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير دويد مليباند د امنيت شورا د ټولو غړيو په استازيتوب د سه چوان ولايت په زلزله کې له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. ټول غړي ورپسی پاڅېدل او د يوې دقيقې لپاره چوپ پاتې شول.