د سين هوا اژانس د خبر له مخې، يو سل او شپېته تنه قانوني طبي کارپوهان او د قانوني عکسونو اخيستلو تخنيکي کارکوونکي د سه چوان ولايت زلزلې ځپلو سيمو ته ورسېدل چې د مړيو پېژندنې لپاره به له ځايی پوليسو سره مرسته وکړي.
د چين د عام امنيت وزارت د مې په شلمه نېټه خبر ورکړ چې يو سل او شپېته تنه قانوني طبي کارپوهان او د قانوني عکسونو اخيستلو تخنيکي کارکوونکي اوس زلزلې ځپلو سيمو ته رسېدلي او له ځايی پوليسو سره به مرسته وکړي. دوی به د مړيو اړوند معلومات راغونډ او د مړيو پېژندنې لپاره بنسټيز شرطونه برابر کړي.