د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په وروستيو څو ورځو کې اردن، جاپان او المان په جلا جلا توګه د چين د سه چوان ولايت زلزلې ځپلو سيمو ته مادي او طبي مرستې برابرې کړې دي.
د يوويشتمې نېټې په سهار وختي د اردن يوه ځانګړې الوتکه د چنګ دو ښار هوايی ډګر ته ورسېده چې د خيمو، کټونو او طبي سامان الاتو په شمول د ژغورنې مالونه په کې وو.
د جاپان درويشت کسيزه طبي ډله د مې په شلمه نېټه ماښام د يوې ځانګړې الوتکې په وسيله چنګ دو ښار ته ورسېده.
د څه دپاسه لسو الماني کارپوهانو په ګډون په بهر کې لومړۍ نړيواله طبي ډله د روانې مياشتې په نولسمه نېټه ماښام ون چوان ولسوالۍ ته ورسېده. چين او المان به هلته يو روغتون جوړ کړي.