د سين هوا اژانس د خبر له مخې، تر اوسه پورې د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې له امله څه دپاسه پنځه مليون تنه وګړيو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي. اوس په زلزلې ځپلو سيمو کې ډېرو زياتو خيمو ته اړتيا شته.
د چين د ملکی چارو وزارت مرستيال جيانګ لي د مې په شلمه نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتی غونډه کې څرګنده کړه اوس زيات شمېر وګړي د خپلوانو په کورونو او نور يې د حکومتي ارګانونو په شمول په عمومي تاسيساتو کې اوسېږي.