د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمې کمېټې غړي، د چين صدر اعظم او د زلزلې له اغېزو سره د مقابلې قوماندنۍ مشر ښاغلي ون جيا باو د مې په شلمه نېټه دغه خبره تکرار کړه چې د زلزلې ځپلو وګړيو د ژوند تنظيمولو کارونه بايد پياوړي شي او د سختې زلزلې له امله د يو لړ ممکنو ناورينونو مخنيوی وشي.
صدر اعظم ون جيا باو په همدې ورځ د يادې شوې قوماندنۍ د يوولسمې غونډې مشري وکړه او د زلزلې ځپلو وګړيو د ژوند تنظيمولو او هم د يو لړ ممکنو ناورينونو د مخنيوي پر چارو يې بحث وکړ.