د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تايوان تنګي په دواړو غاړو کې د بودايی دين زياتو ټولنو د مې شلمې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې د بسپنې ورکولو مراسم تر سره کړل او د سه چوان ولايت زلزلې ځپلو سيمو ته يې د دوه مليون يوانو په ارزښت مالونه ورکړل.
ياد شوي مالونه چې د خيمو او پوځي کټونو په شمول د ژوند له ضروري مالونو څخه عبارت دي، په سه چوان ولايت کې د چيانګ قوم بې چوان خپلواکې ولسوالۍ ته به ولېږدول شي.