د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس مرستيال شی جينګ پينګ د روانې مياشتې په شلمه نېټه د شان شی ولايت له زلزله ځپلو سيمو څخه د ليدنې په ترڅ کې له ټولو چارواکيو څخه غوښتنه وکړه چې د ناورين ځپلو وګړيو د ستونزو ليری کولو لپاره بايد کوښښ وکړي او د دوی د ژوند چارې په ښه توګه ترتيب کړي.
شی جينګ پينګ د خپلې ليدنې په وخت سيمه ايزو مامورينو او د ژغورنې ډلو ته امر وکړ چې د ژغورنې او د روغتيا ساتنی او د سارې ناروغيود مخنيوي کارونه په ښه توګه تر سره کړي او تر وسې پوری ژر تر ژره د د ناورين ځپلو وګړيو عادی توليد او ژوند اعاده شي.