د شينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د صدراعظم مرستيال لی که چيانک د می په ٢٠ نېټه لا هم د سيچوان ولايت په ناورين ځپلو سيمو کی د ژغورنې کارونو لارښوونه وکړه .
ده په ٢٠ نېټه سهار په زلزله ځپلو سيمو کی د سيند د بندونو د نړيدو او د خټو او ډبرو د ښوئېدو حالت له کتنې وروسته، له اړوندو څانګو څخه غوښته وکړه چی له زلزلی وروسته د نورو ناورينونو د مخنيوي لپاره کوښښ وکړی . هغه وويل،د لارو هوارول د ناورين ځپلو وګړيو لپاره ډېر ارزښت لری ، نو بايد په دې هکله ډېر کوشش وشی چې د ژغورنې مالونو د ليږدولو لپاره مساعده زمينه برابره کړي .
ښاغلي لي که چيانګ زياته کړه چې ناورين ځپلو وګړيو ته بايد خوراک او پوښاک ، د څښاک اوبه ، خيمې او نور لازم توکي برابر شی ، د ناروغيو د مخنيوي په هکله معلومات خپاره شی چې ساري ناروغی رامنځته نه شی.