د سينهوا أژانس د خبر له مخې،د چين د ماليې وزارت پرېکړه وکړه چې په زلزلې ځپلو سيمو کې هره مياشت هر يتيم ، معيوب او هغه زوړ کس ته چې اولادونه يی په زلزله کې مړه شوي دي ، شپږ سوه يوانه برابر کړي چې د ژوند اساسي اړتياوې يې پوره شي.
د چين د ملکي چارو وزير جينګ لی د روانې مياشتې په شلمه نېټه په بېجينګ کې د دولتی شورا په يوه مطبوعاتی غونډه کې وويل تر اوسه پورې د اويا يتيمانو په شمول يو سل او څلوويښت هغه کسان چې يا معيوب شوي او يا يې هم اولادونه په زلزله کې مړه شوي دي، ثبت کړي دي. د معلوماتو له مخې د سی چوان ولايت به په راتلونکي وخت کې يو شمير يتيم خانې او نور خدمتي تاسيسات جوړ کړي چې ياد شوي بی وزلي کسان د حکومت لخوا د غوره خدمتونو څخه ګټه واخلي.