د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د می له ١٩ نيټې څخه تر ٢١ نيټې پوری په چين کې د ملی ماتم درې ورځنۍ موده ده . په بهر کې چينی سازمانونو بيرغونه نيم ځوړند کړي او د چين دېپلوماتيکو سازمانونو د خواشينۍ څرګندونې کتابچې جوړې کړې دي. د بيجينګ په وخت د روانې مياشتې د ٢٠ نيټې د شپې تر ١١ بجو پوری د څه دپاسه ٧٠ هيوادونو مشران، اړوند شخصيتونه او بهرني دېپلوماتان د خپلې خواشينی څرګندولو لپاره د چين سفارتونو يا کونسلګريو ته تللی او هلته يی د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالی د سختې زلزلې له امله مړو شويو کسانو ته ژوره خواشينی څرګنده کړې ده.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف، د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزی ، د بروندي ولسمشر پيري انکورونيزا، د کرواتيا ولسمشر ستجيپان ميسيک ، د موريس ولسمشر انيرود جوګنوتس ، د پيرو ولسمشر الن ګارسيا او د ولسمشر لومړی مرستيال لويس ګيامپيتری روجاس ، د ګيانا ځای ناستی ولسمشر او لومړی وزير سامويل هيندس ، د انتيګا او بابودا حاکم کل لويس لک تاک ، د رومانيا ولسمشر ترايان باسيکو ، د امريکا ولسمشر جونج بوش ، د کوريا جمهوريت ولسمشر لي مينګ بو او د سربيا ولسمشر ځانګړی استازی او د ولسمشر سلاکار تريو انديجيک په جلا جلا توګه د خپلې خواشينی څرګندولو لپاره د چين سفارتونو ته تللی دي.
دغه راز د ګڼ شمېر هيوادونو صدراعظمانو، بېلابېلو وزيرانو، د لويو شرکتونو چارواکو او د نړيوالو سازمانونو مشرانو هم په جلاجلا توګه خپله خواشينې څرګنده کړې ده.