د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا وزارت د مې په يوويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د چين طبي ډلې اوس د زلزلې ځپلو په ټولو ولسواليو او علاقه داريو کې کار کوي.
د دغه وزارت د يوې شمېرنې له مخې، اوس مهال نژدی په سه چوان ولايت کې پنځه څلويښت زره تنه طبي کارکوونکي د وګړيو د ژغورنې کارونه کوي او دغه ولايت ته د روغتيا وزارت او نورې اړوندو څانګو له خوا د لېږل شويو طبي کارکوونکيو شمېر يوولس زره تنو ته رسېدلی دی.