د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې له امله څه دپاسه پنځه مليونو تنو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي. نو له دې امله به چين له زلزلې ځپلو وګړيو سره د ژوند لنډ مهالی مرستې وکړي.
د ملکي چارو وزارت د مې په يوويشتمه نېټه خبر ورکړ چې دغه وزارت به د سه چوان، شان شي، ګان سو، چونګ چينګ او يون نان په شمول د زلزلې ځپلو سيمو له وګړيو سره د پيسو او غلو دانو په شمول د ژوند لنډ مهالی مرستې وکړي.
د ملکي چارو وزارت له اړوندو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې بې وزليو وګړيو ته بايد زياتې مرستې برابرې کړي.