د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له څو ورځو راهيسي زيات بهرني شختصيتونه په نورو هېوادونو کې د چين سفارتونو يا په نړيوالو سازمانونو کې د چين دفترونو ته ورغلل او د سه چوان ولايت ون چوان ولسوالۍ په سخته زلزله کې يې قربانيانو ته خواشيني ښوولې. د دې تر څنګ نړيواله ټولنه له چين سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د جاپان لومړي وزير ياسو فوکودا هيله څرګنده کړه چې چين د زلزلې له اغېزو سره په مقابله او د وګړيو په ژغورنه کې لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي او د زلزلې ځپلو سيمو بيا رغونه ژر تر ژره بشپړه کړي.
بر سېره پر دې، د پاکستان، فرانسې، امريکا او کوريا جمهوريت ولسمشرانو هم په جلا جلا توګه د چين سفارتونو ته ورغلل او قربانيانو ته يې خواشيني څرګنده کړې.
تر اوسه پورې، زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د چين زلزلې ځپلو سيمو ته مالونه او بسپنې ورکړې دي.