د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم ون جيا باو د مې په يوويشتمه نېټه په بېجينګ کې دغه خبره تکرار کړه چې له يوې خوا بايد د زلزلې له اغېزو سره د مقابلې او د وګړيو ژغورنې کارونه پياوړي شي او له بلې خوا بايد د اقتصادي پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي.
صدر اعظم ون جيا باو په همدې ورځ د دولتي شورا د يوې غونډې مشري وکړه او د زلزلې له اغېزو سره د مقابلې او ژغورنې اوسنيو کارونو او اقتصاد په اړه يې بحث وکړ. په دغه غونډه کې دغه خبره تکرار شوې چې بايد تر وسې پورې د زلزلې له اغېزو سره د مقابلې او د وګړيو ژغورنې کارونه تر سره شي، ټپيان ژر تر ژره روغتونونو ته ولېږدول شي او په زلزله ځپلو سيمو کې د ساري ناروغيو د مخنيوي کارونه پياوړي شي.