د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولتی شورا د مطبوعاتی دفتر د می د٢١ نېټې د خبر له مخې، د می د ٢١ نېټې تر ١٢ بجو پوری د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه د ٨ درجې زلزلې له امله ٤١ زره او ٣٥٣ تنه مړه شوی ، ٢٧٤ زره او ٦٨٣ تنه نور ټپيان او ٣٢ زره او ٦٦٦ تنه نور ورک شوی دي.
د می د ٢٠ نېټې له غرمې وروسته تر ١٢ بجو پوری د ژغورونکيو له خوا ٣٩٦ زره او ٨١١ تنه امن سيمو ته لېږدول شوی او ٦ زره او ٤٥٢ تنه له کنډوالو څخه ژغورل شوی دی.
د می د ٢١ نېټې تر ١٢ بجو پوری د ١٦ مليارډ او ٩ مليونه يوانو کورنۍ او بهرنۍ بسپنه راغونډه شوی ده.
د می د ٢١ نېټې له غرمی وروسته تر ٢ بجو پوری د بېلا بېلو کچو حکومتونو د ژغورنې ١٢ مليارډه او ٨٦٧ مليونه يوانه پانګې لګولی دی.