د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د ګمرک عمومی اداری د شمېرنې سره سم ، د می د ٢١ نېټې له غرمې وروسته تر ٣ بجو پوری د چين د ګمرک عمومی اداری په چټکه توګه د ژغورنې د ١٤٣ ډلو موادو او وګړيو پلټنې تصويب کړی چې په کې د روسيې، تايوان، جاپان ، کوريا جمهوريت ، پاکستان ، امريکا، هانکانګ ، سينګاپور، فليپين او مکاو په ګډون د ٢٣ هېوادونو او سيمو د ٨٣ ډلو مرستندويه توکي او ژغورونکي کسان شامل و.